دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکورنیو چارو وزارت: غزني کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې...

کورنیو چارو وزارت: غزني کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۶۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ویب ډیسک

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوئ چې د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت د مرکز او ولسوالیو په کلیو کې د ترهګرۍ ضد ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د څو کلیدي غړو په ګډون ۴۱ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

د دې عملیاتو پر مهال طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې سربېره؛ د دوی ګڼې وسلې، مهمات، څلور عرادې موټر او ۱۹ عرادې موټرسایکلونه هم ترلاسه او یا هم له منځه وړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې په شالېز سیمه کې د چاودېدونکو توکو یو پټنځای هم کشف او له منځه وړل شوی دی.
په خواشینۍ سره چې د دې عملیاتو پر مهال یو سرتېری شهید او درې نور برسېرن ټپیان شوي دي.
بل لورئ ته طالبانو په دې تړاؤ څه نه دی ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه