دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې (دریمه برخه )

کشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې (دریمه برخه )

لیک: ډاکټر لطیف یاد

۶- په کشمیر کې دنورالدین خان بامیزي دویم ځل صوبه داري:
نوموړی دبلندخان ترمړینې وروسته په ۱۱۷۸ لیږدیز/هجري کال کې ددویم ځل لپاره ددراني امپراتورۍ له خوا دکشمیر دصوبه دار په توګه وټاکل شو.ذه میر مقیم کنت او کیلاش پنډت ته لوړمنصبونه ورکړل، خو تر څه مودې وروسته دمقیم کنت او کیلاش پنډت ترمینځ مخالفتونه را مینځ ته شول او په پای کې بنډت کیلاش دیوه بل تن په مرسته چې حکیم میر نومیده او دګوسیها دسیمې قانونګو(دځمکو دمعاملو او شخړو حل کوونکي) و دغه شخړې پا ی ته ورسولې ، نورالدین خان بامیزي په ډیرې بوهې او تدبیر سره دکشمیر دصوبه دارۍ چارې پر مخ بوتلې اودراني امپراتورۍ تردوو کلونو وروسته خرم خان د کشمیر دصوبه دار په توګه وټاکه.

۷- خرم خان:
نوموړی په ۱۱۸۰ لیږدیز/هجري کال کې ددراني امپراتورۍ له خوا دکشمیر صوبه دار وټاکل شو.ده ګرمک داس دخپل نائب په توګه وټاکه . دده یو کلنه دوره دده دسیال لعل خان سره په جګړو کې تیره شوه او تر هغه وروسته میر فقیرالله کنت دکشمیر دصوبې صوبه دار وټاکل شو.

۸- میر فقیرالله کنت:
د۱۱۸۱ هجري کال په وروستیو کې دکشمیر دصوبې چارې دمیر فقیرالله کنت لاس ته ورغلې . دده تر ټولو لومړنی کار په کشمیر کې داو چې ده خپل ټول مخالفین وټکول او دراني امپراتوري ته به یې باج او خراج ورکاوه ، خو وروسته یې پخپله دبغاوت جنډه پورته کړه او دراني احمد شاه بابا دهغه دټکولو لپاره نورالدین خان بامیزی وټاکه اوهغه وخت چې نورالدین خان بامیزی او پو ځونه یې دکشمیر دپونج سیمې ته ورسیدل نو میر فقیرالله کنت ته یې یو لیک ورواستاوه چې دراني امپراتورۍ ته دخپل اطاعت اعلان وکړي ، خو میر فقیرالله یو مغرور او سرکښه انسان و.د ه د نورالدین خان بامیزي سره جګړه پیل کړه ، خو وروسته یې په خپل ځان کې داتوان ونه موند چې دهغه سره جګړه وکړي او دکرنا غرنۍ سیمې ته وتښتید او دځيګر په ناروغۍ اخته او وروسته مړشو.ده په کشمیرکې یوولس میاشتې صوبه داري وکړه او دهغه پرخای نورالدین خان بامیزی ددریم ځل أباره دکشمیر افغاني صوبه دار وټاکل شو.

۹- دنورالدین خان بامیزی دریم ځل صوبه داري:
نوموړی په ۱۱۸۲ لیږدیز/هجري کال کې دکشمیر دسیمې په صوبدارۍ وګومارل شو او دده دسلاکار لعل محمد خان په سلا او مشورو سره یې ملکي چاروته پاملرنه واړوله او هغه کسانو چې فسادونه رامینځ ته کول او ددرانۍ امپراتورۍ پر خلاف یې دبغاوت او سرکښۍ جنډې پورته کولې هغوی یې وځپل اود درې کلونو لپاره یې په کشمیر کې صوبه داري وکړه او تر هغه وروسته خرم خان دده پر ځای ددویم ځل لپاره دکشمیر صوبه دار وټاکل شو.
( نوربیا)

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه