دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخليلزاد:بريتانيا ته مو دنده سپارلې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتۍ...

خليلزاد:بريتانيا ته مو دنده سپارلې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتۍ همکارۍ منځته راوړي

ویب ډیسک
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي بريتانيا ته مو دنده سپارلې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتۍ همکارۍ منځته راوړي تر څو د یو سند پر لاسلیک منتج شي.

زلمي خليلزاد د المان له «شپيګل» مجلې سره تازه مرکه کې ويلي, پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري او افغانان بايد د هغه درناوی وکړي.

خليلزاد وايي د همدې لپاره مونږ د بريتانيا سره يوځای کار کوو تر څو افغانستان او پاکستان يوبل ته نږدې کړو ترڅو يو امنيتي تړون ته ورسيږي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې کابل نيوز راپور ورکړی و چې بريتانيا غواړي افغانستان او پاکستان امنیتي او دفاعي برخو کې داسې يو سند امضا کړي چې تر ډيره به د پاکستان ګټې پکې تضمین شوې وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه