ویب ډیسک
کابل – ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، اروپایي اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هېوادونو او نړیوالې او سیمه ایزې سازمانونه په هېواد کې وروستي ترهګريز بریدونه، په ځانګړي ډول د سیدالشهداء ښونځي کې په نجونو، ماشومانو او زده کونکو باندې وحشیانه برید د غندلو ترڅنګ، د افغانستان خلکو او د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره د خپلې غمرازۍ مراتب څرګند کړل.
بهرنیو چارو وزارت د دغه وحشيانه بريدونو په غندلو او د خپلو پيوستون او خواخوږي د څرګندولو لپاره د ټولو هېوادونو او سازمانونو څخه په ستاينې سره، د یو سرتاسري او دایمي اوربند تأمین، د سولې معنی لرونکو خبرې بیا پیل او د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتنه د افغانستان د حکومت او خلکو مشروع غوښتنه ګڼي او د اوسني کړکیچ د پای ته رسولو او د افغانانو د وژلو د مخنیوي لپاره، د خبرو پر دوام ټینګار کوي.


