دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پي ټي ايم ادبي پانګه او ۲۵م اکتوبر ناول

د پي ټي ايم ادبي پانګه او ۲۵م اکتوبر ناول

ليکنه : زاهد الله زاهد

له ميلاد څخه ديارلس نيم سوه کاله مخکې د مصر د فرعون يو ځانګړی طبيب “سينوهه” په خپل ياداښتونو کي بلها مذهبي ٬ جنسي ٬ سياسي ٬ جنګي ٬ جغرافيائي او تهذيبي کړه وړه قلمبند کوي او د خپلو ياداښتونو د قلمبند کولو په اړه ډېر جالب نظر وړاندي کوي ٬ هغه دا چې ” انساني ټول تاريخ يا خو د خدايانو په صفت او عقيدت ليکل سوی يا د يوې مخصوصي شتمني طبقې د خوښۍ لپاره ليکل سوی او يا د يوې شوم موخې ترلاسه کولو لپاره د خلګو ګمراه کولو په نيت ليکل سوی دی خو زه چې خپل ياداښتونه ليکم ٬ نه يې د خدايانو / فرعونانو په صفت ليکم او نه خو يې د يوې شتمنې طبقې د خوشالولو لپاره ليکم ٬ زه صرف هغه څه ليکم کوم څه چي ما په خپلو سترګو ليدلي دي او زه يې راتلونکو نسلونو ته د تحليل لپاره انتقالوم.”
هم دا راز روسي ليکوال مېکسم ګورګي د اکتوبر ستر سوسياليسټ انقلاب مخکني حالات هم هغسي د مور ناول په شکل قلمبند کړل څنګه چي ليکوال هغه ليدل نو علت يې دغه ؤ چي هغه ناول د نوي غير طبقاتي ټولني په جوړښت کي د فکري روزني بنسټ وګرځېدل.

ويل کېږي چي د فرانسوي انقلاب پيلامه او فکري جوړښت کي هم د والټېر “کانديد” ناول بنسټيز رول لوبولی دئ او يوه بله بېلګه ٬ د افغان ثور انقلاب مخکني د افغان قام فکري ٬ عقيدوي او قامي پستي راسپړلو کي او ډول ډول ټولنيز جمود ماتولو کي د ملګري نور محمد تره کي ناول “د بنګ مسافري” فکري او شعوري بيداري لپاره زمينه مساعده کړه.

په ادبي اصطلاح کوم څه چې څه ډول ليدل کېږي او هغه هم هغسي قلمبند کول “رياليسټک اپروچ ” بلل کېږي او ورسره دا پورته راوړل سوي ټولي بېلګي کېدای شي په خپل منځ کي ډېر توپير او جلا جلا مفهول ولري خو د دې بېلګو څخه مشترک عنصر څه دئ هغه څرګندول اړين بولم.

په نومبر کال ۲۰۱۸ء کي د پښتون ژغورني غورځنګ په نوم يو پراخ او نړيوال مدني غورځنګ په قامي او مزاحمتي سياسي جذبي پوښلی نهضت پيل سو. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتنو افغانانو او مترقي ډيموکراټانو يې په ملاتړ لاريونونه پيل کړو ٬ پرلتونه يې کښېنول ٬ د غورځنګ غږ يې تر مللي متحده ورسول ٬ د ترهګرۍ بنيادي ځاله يې ولس او نړۍ ته په ګوته کړه ٬ د پوځي جنګي اقتصاد مخه يې ونيوله ٬ رياست يې په يوه پښه ودرول او د پښتون قامي مبارزې ته يې يو ولسي پراخ متبادل مزاحمتي لار پرانيسته. د دې چټک او سخت غبرګون کي چې کومې ادبي پانګي رول لوبولی وو هغه خو پښتنو ته مالوم دی خو اوس چې يو نوی بهير په څپو سو ٬ يوه نوي قامي سياسي منظرنامه رامنځته ته سوه نو د دې د پرمختګ لپاره ٬ په ولس کي يې بلها نور فکري ريښې پيوست کولو لپاره او د هيواد په کچه لر او بر او ورسره نړيوال قوميتونه په خپله خبره او موقف قانې کولو لپاره د پي ټي ايم څومره ادبي پانګه شتون لري ؟

آيا په دا درې کلنۍ دوره کي په پي ټي ايم يو داسې معياري ادبي اثر ليکل سوئ چي د لا فکري بيداري او د پي ټي ايم په مظلوم توب دلالت وکړي او يا د پي ټي ايم په موقف او مځکني حالاتو په سهي توګه نمايندګي وکړي؟
تر اوسه خو د پي ټي ايم يو څو شعري ټولګي چاپ سوي ٬ يو دوه د پي ټي ايم ويناوالو ويناوي قلمبند سوي او يو دوه د ليکونو مجموعې؟
پي ټي ايم د خپلي ځانګړي ادبي پانګه تخليق کولو ته ډېره اړتيا لري او که تاريخ وکتل سي نو هيڅ يو حريت پسند نهضت ٬ هيڅ يو انقلاب يا غورځنګ د معياري ادبي پانګي بغيره بريالی سوی نۀ دئ نو پي ټي ايم به څنګه داسې مخ په وړاندي په فکري توګه مجسم او مستحکم پاته سي!
تر اوسه د پي ټي ايم په هکله يواځي تر ټولو ښه ادبي او مزاحمتي اثر ” د ۲۵م اکتوبر ” په نوم شتون لري کوم چې په رياليسټک اپروچ د پي ټي ايم مځکني حالات ٬ واقعات ٬ رياستي ترهګري ٬ جنګي اقتصاد او د پي ټي ايم په فطري توګه رامنځته کېدو ته يو عقلي دليل په توګه ليکل سوی اثر دی. په ياد ناول کي مترقي ليکوال هم هغه څه قلمبند کړي کوم څه چي هغه څه ډول ويني او ورباندې تېرېږي.

ياد ناول په ۹۰ صفحاتو ليکل سوي يو کوشنی ناول دی خو په ناول هر اړخيزه دوچنده ليکونه سوي چي د ناول هر اړخيز جاج يې اخيستل سوي دی ٬ زما غوندي يو ادنی سياسي غړی يې نور تحليل نه شي کولای.
په پای کي د ليکوال په هکله د څه ويلو جرأت نه سم کولای ځکه دا ډول اکثره د ليکوال په هکله خپل تاثرات قلمبد کول ليکوال ته تر ګټي زيات په زيان تمام سي او يا مصنوعي بڼه ومومي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه