ویب ډیسک
د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د وروستي ویډيويي پيغام په غبرګون کې پر ایران د بندیزونو کمولو طرحه ځنډولې ده.
ټرمپ په یوه پوسټ کې لیکلي: «په تېرو څو ورځو کې ما پر دې کار کاوه چې بندیزونه او نور محدودیتونه لرې کړم، څو ایران ته د بشپړ، چټک او هر اړخیزه رغېدو فرصت ورکړم.»
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې په همدې مهال یې د خامنه ای بیان ترلاسه کړی او سمدستي یې پرېکړه کړې چې د بندیزونو او محدودیتونو ټولې هڅې بندې کړي.
د ایران – اسراییل جګړې وروسته ایت الله خامنه ای په خپل درېیم ویډيويي پيغام کې پر اسراییل او امریکا ایران بریالی وګاڼه او د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو یې بریدونه کم ارزښته وبلل.
خو ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه ناسته کې وویل، چې خامنه ای سخت مات شوی او د یوه «مومن» سړي په توګه باید اعتراف وکړي او خپلو خلکو ته ريښتیا ووايي.
ټرمپ دا هم ویلي، چې خامنه ای یې له ډېر «سپک» او «بد» مرګه وژغوره او ګواښ یې وکړ که ایران بیا د یورانیمو غني کولو ته مخه کړي، نو بیا به پرې بریدونه وکړي.
د ایران حکومت یا ایت الله علي خامنه ای تراوسه د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو د یورانیمو د غني سازۍ او د اټومي انرژۍ ادارې سره د همکارۍ ځنډولو پرېکړې یې کړې دي.
# #US #Iran #Israel #UN @UN


