ویب ډیسک
د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د دغه هېواد د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای پر وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.
عراقچي ټینګار کړی، چې ایرانیان خپلواکۍ ته ارزښت ورکوي او هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې د دوی برخلیک بل څوک وټاکي.
نوموړي په دې بیان کې امریکا او اسراییل ته په اشارې د ګواښ په ژبه ویلي، که خیالي محاسبات خطرناکو اقداماتو ته لاره خلاصه کړي، نو ایران به د خپلو ريښتینو وړتیاوو په ښکاره کولو کې هېڅ زړه نازړه نه شي.
عباس عراقچي ویلي، که ولسمشر ټرمپ په ریښتیا غواړي یو تړون وشي، نو د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای پر وړاندې باید له «بې ادبې» او د نه منلو وړ لهجې تېر شي.
ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د خامنه ای د درېیم ویډیويي پيغام پېښې وکړې او ویې ویل چې هغه ډېره سخته ماتې خوړلې او که ریښتینی وي، اعتراف دې وکړي.
ټرمپ دا هم ویلي، چې خامنه ای یې له ډېر «سپک» او «بد» مرګه وژغوره او ګواښ یې وکړ که ایران بیا د یورانیمو غني کولو ته مخه کړي، نو بیا به پرې بمباري وکړي.
خو د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د امریکا «ښه نیت» به ښه نیت وزېږوي؛ که دوی واقعاً غواړي یو تړون وشي، خو ولسمشر ټرمپ د خامنه ای څرګندونو غبرګون کې پر ایران د بندیزونو کمولو هڅې هم وځنډولې.
# #US #Iran #Israel #UN @UN @araghchi #DonaldTrump


