دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او ۱۰۰ برخو نیمه ځان بسیاینې...

افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او ۱۰۰ برخو نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

ویب ډیسک

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ادعا کړې، چې افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او ۱۰۰ برخو نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

 

طالبان وايي، ټول افغانستان کې ۶۰۰۰ صنعتي فابریکې فعالې دي، چې د اوړو، غوړیو، درملو، ګول سیخ او نورو برخو کې ۵۷۰ ډوله توکي تولیدوي.

 

د معلوماتو له مخې، هېواد کې د سختې بې کارۍ اوج کې د طالبانو اعلامیې ادعا کړې، چې په دغو فابریکو کې شاوخوا ۱۳۵ زره هېوادوال په مستقیم ډول کار کوي.

 

دا طالبانو د اقتصادي معاونیت دا ادعا داسې مهال ده چې څو ساعتونه وړاندې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې وویل، چې د روان لمریز کال په ثور میاشت کې د ۲۴۴ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

 

طالبان وايي، په کور دننه یې صنعتکارانو ته د ځمکو وېش، د اړتیا وړ خامو موادو برابرول، له بهره واردېدونکو توکو باندې د تعرفې کمول او د فابریکو د مصري موادو د قاچاق مخنیوی هم کړی دی.

 

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وویل، چې د افغانستان ۲۱ سلنه نفوس چې ۹.۵ میلیونه کېږي، د خوړو جدي کمښت سره مخ دی.

 

ګڼ شمېر هېوادوال د بېلابېلو لارو د طالبانو د اقتصادي پروژو او ځان بسیاینې ادعاوې ردوي او ټینګار کوي، چې په هېواد کې تر بل هر وخت د دې ډلې په واکمنۍ سره بې کاري او بې وزلي زیاته شوې ده.

 

# #Afghanistan #Kabul @UN @OCHAAfg

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه