یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران د ناټو سرمنشي دریځ "شرموونکی، کرکجن او غیرمسؤلانه" بللی.

ایران د ناټو سرمنشي دریځ “شرموونکی، کرکجن او غیرمسؤلانه” بللی.

ویب ډیسک

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د ناټو د سرمنشي “مارک روته” څرګندونې په کلکه رد کړې چې د ایران په هستوي تاسیساتو برید یې حیاتي اقدام بللی وو.

 

بقایي وویل دا دریځ “شرموونکی، کرکجن او غیرمسؤلانه” دی.

 

بقايي وویل: “څوک چې له ظلم او بې‌عدالتۍ ملاتړ کوي، د اخلاقو او شرافت نه خالي دی، او که څوک له جنایت سره ولاړ وي، د جرم شریک ګڼل کېږي.”

 

یاده دې وي چې د ناټو سرمنشي مارک روته، د امریکا لخوا د ایران د اټومې تاسیساتو له منځه وړل یو حیاتي ګام ګڼلی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه