یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان حکومت وايي، د افغان کډوالو ایستلو لړ کې د دې...

د پاکستان حکومت وايي، د افغان کډوالو ایستلو لړ کې د دې پروګرام درېیم پړاو پيلوي.

ویب ډیسک

 

د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته د جون تر پای وخت ورکړل شوی، چې ټاکل شوې دې بهیر کې به نږدې ۱.۴ میلیونه افغان کډوال اخراج شي.

 

ملګري ملتونه وايي دې شمېر کې هغه افغانان هم شته چې له دوی سره ثبت او راجستر دي.

 

بل خوا د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتي، چې د کډوالو حقونو د خونديتوب ترڅنګ دا لړۍ ودروي او د افغانانو ته د پي او ار کارت مودې وغځوي.

 

پاکستان له دغه هېواد د ناقانونه کډوالو ایستلو لړۍ له ۲۰۲۳ کال راهیسې پيل کړې، چې په دویم پړاو کې له دغه هېواده ای سي سي کارت لرونکي ایستلي دي.

 

که څه هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کډوالو پر سر د لوړې کچې خبرې شوې دي، خو راپورونه ښيي چې لا هم دغه هېواد په جبر او ظلم افغانان وباسي.

 

#

#UN #UNHCR #AFGHANREFUGEES @UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه