یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکوټه د دولتي کارمندانو احتجاج ،حکومت دیرش کسان نیولي

کوټه د دولتي کارمندانو احتجاج ،حکومت دیرش کسان نیولي

ویب ډیسک

د بلوچستان په کوټه کې، پولیسو د هغو دولتي کارمندانو پر وړاندې چې د بودیجې د معاشونو د زیاتوالي لپاره یې لاریون کاوه، اوښکې بهونکی ګاز او ډنډې وویشتې، چې ګڼ شمېر لاریون کوونکي یې ټپیان کړل.

د سې شنبې په ورځ، پولیسو له ۳۰ څخه زیات لاریون کوونکي ونیول.

د بلوچستان د صوبايي محکمو کارکوونکي د لوی اتحاد د پلیټ فارم له لارې په صوبايي بودیجه کې د فدرالي طرز معاشونو او الاونسونو د زیاتوالي د ناکامۍ پر ضد په کلکه احتجاج کوي. د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته، کارمندانو دولتي دفترونه او ښوونځي وتړل او د ولایتي شورا د محاصرې اعلان یې وکړ.

د سې شنبې په سهار، کله چې کارمندانو د اسمبلۍ په لور خپل لاریون پیل کړ، پولیسو هڅه وکړه چې په زرغون سړک یې ودروي، چې له امله یې نښته رامنځته شوه.

پولیسو لاریون کوونکي د لاټونو او ډزو سره خواره کړل.

د پولیسو په ادعا شوي تاوتریخوالي کې ګڼ شمېر دولتي کارکوونکي او خبریالان ټپیان شول.

د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی او د ښکېلو پولیسو افسرانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

وروسته له هغه چې لاریون کوونکي خواره واره شول، دوی د ښار مختلفو سیمو ته خپاره شول. په عین حال کې، د جناح سړک، سرکلر سړک او منان چوک کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ نښتې وشوې.

د اوښکې بهونکي ګاز د شدیدو ډزو له امله ښار د جګړې ډګر ته ورته شو. د اوښکې بهونکي ګاز له امله نه یوازې لاریون کوونکي بلکې لارویان هم اغیزمن شول.

لاریون کوونکو هم د پولیسو افسرانو باندې د اوښکې بهونکي ګاز ګولۍ وغورځولې، چې د څو افسرانو وضعیت یې خراب کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه