ویب ډیسک
استانبول – د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر چې د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزې ناستې کې د ګډون په موخه استانبول ته سفر کړی ده، د ډاکټرانو په روغتيايي مشوره به په دغه ناسته کې له مجازي لارې ګډون وکړي.
د لومړنیو ازموینېو پايلو پراساس، د کورونا ویروس په ناروغۍ د بهرنیو چارو وزیر اخته کيدل نهدي رد شوي، نو ښاغلی اتمر به په دې درې اړخیزه ناسته کې له حضوري ګډون څخه ډډه او د ناستې اهمیت ته په پام سره، به په ناسته کې له مجازي لارې ګډون وکړي.
همداراز، د استانبول د سولې کنفرانس د پیاوړتیا لپاره د دغه درې اړخيزې ناستې اهمیت ته په پام سره، دریواړه لوریو موافقه وکړه چې د اجنډا له مخې به د افغانستان د سولې بهیر پرمختګ په ګډون، د خبرو اترو بیا پیل، د سولې په ملاتړ کې د سیمهایزې اجماع پياوړتيا او د درې اړخيزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
د غونډې پایلې او پریکړې به له غونډې وروسته په راتلونکو څو ساعتونو کې اعلان شي.


