ویب ډیسک
جمهوریت او د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې ګډه اعلامیه
مولود چاووش اوغلو د ترکیې جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر د د بهرنیو چارو وزیر او مخدوم شاه محمود قریشي، د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په استانبول کې د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۲۳ مه درې اړخیزه ناسته وکړه.
په دغه درې اړخیزې ناستې کې، د بهرنیو چارو وزیرانو تصمیم ونیوه چې:
د یو سولهایز، آزاد، خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان ملاتړ لپاره خپلې ژمنې تکراروي،
دا مني چې دوامداره سوله یوازې د هغه هراړخیز سیاسي بهیر له لارې ترلاسه کیدلی شي چې رهبری او مالکیت یې د افغانانو په مشرۍ وې او موخه یې د سرتاسري او دوامداره اوربند او همدا راز د ټول شموله سولې بهیر د بریا او د جګړې د پای وي،
د یوې عادلانه او پایدار سیاسي جوړجاړې لاسته راوړنې لپاره په دوحه کې د افغانستان د سولې له بهیر او د افغانستان د سولې خبرو اترو ته د هغوی پر ملاتړ ټینګار کوي،
په استانبول کې د لوړې کچې ناستې لپاره د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو د هلو ځلو څخه چې موخه یې د افغانستان د سولې خبرو اترو ته تحرک ورکول دي، درناوی کوي،
یادونه کوي چې ځنډول شوی استانبول کنفرانس به د ټولو اړوندو خواو سره له خبرو وروسته هغه وخت ترسره شي کله چې شرایط د معنی لرونکو مذاکراتو پرمختګ لپاره آماده وي. نو له همدې امله، له ټولو خواوو په ځانګړي توګه له طالبانو څخه غوشتنه کوي چې د افغانانو، سیمې او نړیوالې ټولنې له ارمان سره سم په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسیدو په موخه، د خبرو اترو له لارې هراړخیزې سولې ته رسیدلو په موخه خپله ژمنتیا بیا په ډاګه کړي،
په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لوړې کچې، په ځانګړي ډول د ملکي تلفاتو لوړه شمیره، د ملکي کارمندانو، د مدني ټولنې فعالانو، د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارمندانو په نښه کولو څخه خپله نارضایتي څرګندوي،
د تاوتریخوالي موجودې لوړې کچې پای ته رسولو او د سولې خبرو لپاره مناسبې فضا برابرولو لپاره د سمدلاسه اوربند تامینیدلو پر اړتیا ټینګار کوي،
د آسیا زړه – استانبول پروسې پر اهمیت باندې چې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو په برخو کې سیمهایز ثبات کې د پام وړ مرسته کوي، تینګار کوي،
د هرډول ترهگرۍ ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره يې پر خپلو ګډو پریکړو ټینګار وکړ،
د تیرو څلورو لسیزو څخه د زیاتي مودې راپهدیخوا د افغان مهاجرینو کوربه توب له امله د سیمې او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران رول مني او په افغانستان کې د دوی پخپله رضا، خوندي، باوقاره، ګړندۍ او دوامداره بیرته ستنیدنې لپاره د ښه پلان له لارې د مناسبو شرایطو رامنځته کول غواړي،
له نړیوالې ټولنې غوشتنه کوي چې د افغان کډوالو د اړتیاو به برابرولو کې کوربه هېوادونو سره مرستې ته دوام او هېواد ته د کډوالو د بیرته راستنیدو لپاره د افغانستان حکومت له هڅو څخه ملاتړ وکړي،
د ترانسپورتي، سوداګرۍ، انرژۍ، عامه اړیکو، ښوونې، ټولنیزې، کلتوري تبادلې او ګرځندوی په برخو کې د سیمهایزو همکاریو پراختیا په برخه کې د ارادې موجودیت اعلان کړ،
په اقتصادي ودې او عامې روغتیا او د کوویډ – 19 پراخو اغیزو باندې د بحث او معلوماتو، تحقیق، تخصص، او غوره کړنو شریکولو باندې موافقه کوي او د مخپرودې هېوادونو مالي ظرفیت او محدودیتونه په نظر کې نیولو سره، دې ننګونې ته په مؤثره توګه د پاملرنې لپاره د نړیوالې همکارۍ او پیوستون غوښتنه کوي،
د سیمهایزو خبرو اترو او همکارۍ د ودې په موخه د درې اړخیزې ناستې اهمیت درک کوي او د یادې پروسې د بیارغونې لپاره پر پلان جوړونو موافقه وشوه تر څو د درې واړه هېوادونو ترمنځ درې اړخیزه همکاري ژورې شي، د ګډو ګواښونه په له منځه وړلو او په سیمهایز اقتصادي فرصتونو کار وکړي،
محمد حنیف اتمر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او مخدوم شاه محمود قریشي د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د جمهوریت بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو او د ترکیې د خلکو څخه د درې اړخیزې غونډې کوربه توب لپاره مننه کوي.


