ویب ډیسک
په کابل کې په درېیو جلا جلا پېښو کې څلور نظامي کسان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
مسوولان وایي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند سیمه کې وسله والو کسانوڅلور پوځي کسان په ډزو وژلي او همدا شان د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسله والو دپوهنتون یو استاد وژلی دی.
په ورته مهاله په یوه بله پېښه کې د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو ځوان د وسله والو غلو له لوري وژل شوی دی.
مسوولان وایي،د دې پېښو په اړه څیړنه کوي.


