دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان، پاکستان او ترکیه له طالبانو څخه وغوښتل چې د مذاکرې میز...

افغانستان، پاکستان او ترکیه له طالبانو څخه وغوښتل چې د مذاکرې میز ته راوګرزي

ویب ډیسک

استانبول – د افغانستان، ترکیه او پاکستان درې اړخیزه ناسته په استانبول کې په بریالیتوب سره ترسره شوه.
په خپله پرانستونکې وینا کې د هېواد بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي محمد حنیف اتمر د سولې بهیر په پیاوړي کولو، د درې اړخیزې ناستې کوربه توب او د افغانستان د سولې مذاکراتو راتلونکې غونډې د ترسره کولو لپاره د يو ارزښتمن او معتبر ملګري په توګه، له ترکيې څخه ستاینه وکړه.

ښاغلي اتمر د سولې خبرو اترو په تسهیلولو کې د پاکستان د فعال رول څخه هم ستاینه هم وکړه او درې اړخیزه ناسته یې له پاکستان سره د اړیکو او همکاریو پراخولو لپاره یو ښه پلاتفورم وباله.

بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان دولت له طالبانو سره د سولې موافقې ته د رسیدلو لپاره، د شپږزره طالب بندیانو خوشې کولو په ګډون، خپلې ټولې ژمنې پوره کړي دي. ښاغلي اتمر همداراز د سولې لپاره د افغانستان جلالتمآب ولسمشر طرحه په تشریح کولو سره وویل چې په واک کې د طالبانو د ګډون په موخه، افغانستان د سولې حکومت د جوړیدو او مخکې له وخته ټاکنو له لارې بشپړ چمتووالی لري.

د غونډې په ترڅ کې، د ترکيې بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولود چاووش اوغلو په خپل خبرو کې ټينګار وکړ چې سياسي حل په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره يوازينۍ ممکنه لاره ده. ښاغلي چاووش اوغلو همداراز د سولې بهیر د برياليتوب لپاره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه. د ترکيې بهرنیو چارو وزیر زياته کړه چې هېواد يې هڅه کوي ترڅو د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو له پیل نه مخکې د درېواړو هېوادونو د مشرانو درې اړخیزه ناسته هم ترسره کړي.

د پاکستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير، ښاغلي مخدوم شاه محمود قريشي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې، که څه هم طالبانو د استانبول د سولې په ناسته کې د ګډون لپاره تمايل ونه ښوده خو هغه باور لري چې دغه ځنډ به لنډمهاله وي. ښاغلي قريشي هیله څرګنده کړه چې له اختر نه وروسته به په ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکی پړاو ترسره شي او سولې ته د رسېدو په موخه، دواړه خواوې به په هراړخیز او ټول شموله هوکړې، خبرې وکړي.

وروسته، د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه خبري کنفرانس کې برخه واخیسته او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د مذاکرې میز ته راوګرزي او د سولې خبرې بیا پیل کړي.

همداراز، د درې اړخیزې غونډې په ګډه اعلامیه کې درې واړو هېوادونو د تاوتریخوالي لوړه کچه وغندله او د سولې خبرو اترو د بریا او د سولې مناسب چاپیریال رامنځته کولو لپاره، په يوه سمدستي، دایمي او هر اړخیز اوربند تامینیدلو باندي د یو لازم شرط په توګه تينګار وکړ.

درې واړو هېوادونو د یوه سوله‌ایز، آزاد، خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان د ملاتړ لپاره خپلو ژمنو باندې ټینګار وکړ.

له درې اړخیزې ناستې وروسته، د درې واړو هېوادونو چارواکو د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سیمه‌ایز ارتباطي پروژو پلي کیدل، د ترهګرۍ او تنظیم شويو جرمونو پر وړاندې ګډه مبارزه، ناقانونه کډوالۍ او په سیمه کې د هوساینې په پراخیدو باندې هم خبرې وکړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه