دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد شاه و عروس بند ساختماني چارې بشپړې او ژر به یې...

د شاه و عروس بند ساختماني چارې بشپړې او ژر به یې د اوبو ذخیره کولو پروسه پيل شي.

ویب ډیسک

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په داسې حال کې چې د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیسې انجنیر فومن فروغ او د کابل سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر انور ذهین یې ملتیا کوله د شاه و عروس بند د چارو جریان څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي بصیري په خپلو خبرو کې د شاه و عروس د میدانک سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دغې پروژې د استملاک تصفیه حساب پيسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا تصویب شوي چې په نږدې راتلوونکي کې به زیانمنو باندې ووېشل شي.

همدارنګه ښاغلي بصیري زیاته کړه چې د شاه و عروس بند ساختماني چارې بشپړې شوي چې په نږدې راتلوونکي کې به یې د اوبو ذخیره کول پيل شي او زیاته یې کړه هر څومره چې ژر کیږي د سیمې خلک دې ساحه پاک کاري او دغه سیمه پريږدي.

د یادونې وړ ده چې شاه و عروس بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه دی، چې د ۱.۲ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت لري؛ ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه