دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد شاه او عروس بند چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې...

د شاه او عروس بند چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

ویب ډیسک

شاه او عروس بند  د کابل دشکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د ۹ میلیون مترمکعبه اوبو د زیرمه کولو او د ۱.۲ میګاواټه بریښنا د تولید وړتیا لري.

د بند جګوالی ۷۷.۵ متره دی، چې د سمندر له سطحې ۲۱۶۱ متره لوړوالی ښيي.

د دغه بند په مرسته ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیږي، چې د زیرمې له ۴ میلیون مترمکعبه اوبه یې د کابل ښار اوسېدونکو څښلو او ورځني لګښت لپاره او پاتې ۵ میلیون مترمکعبه یې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او برېښنا د تولید لپاره به ترې ګټه واخیستل شي او ۳۲ میلیونه متر مکعب اوبه به تنظیموي.

یاد بند د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه دی، چې د جوړولو ټول ټال لګښت یې نږدي۵۲ میلیون امریکایي ډالره دی، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه