دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکونړ کې ګڼ مهمات، چاودېدونکي توکي، نشه يي توکي او ناقانونه وسلې...

کونړ کې ګڼ مهمات، چاودېدونکي توکي، نشه يي توکي او ناقانونه وسلې کشف او ترلاسه شوې

ویب ډیسک

د کورنیو چارو وزارت په خپله خبري اعلامیه که ویلی چې په کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په سرکاڼو ولسوالۍ کې ۲۸ کیلوګرامه تریاک چې په یوه سراچه ډوله موټر کې د سابو په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړل.

د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او یاد کس غوښتل نشه يي توکي له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته ولېږدوي.
په همدې حال کې؛ یادو ځواکونو د یو لړ نورو عملیاتو او تلاشیو په پایله کې لس میله ناقانونه وسلې او همدارنګه یو اندازه مهمات او چاودېدونکي توکي هم کشف او ترلاسه کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه