دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملي امنیت عمومي ریاست وايي،په خوست ولایت کې یې د حقاني شبکې...

ملي امنیت عمومي ریاست وايي،په خوست ولایت کې یې د حقاني شبکې ۱۷ مهم غړي وژلي دي.

ویب ډیسک
د افغانستان ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي،د خوست ولایت په صبریو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۷ مهم کسان وژلي دي.

ملي امنیت ویلي چې وسله والو طالبانو د زمبر کلینیک په سیمه کې غوښتل د یوې ښځې او ماشوم په واسطه افغان ځواکونو ته ماین ځای پر ځای کړي چې خپله یاده ښځه او ماشوم هم په ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د خوست صبریو ولسوالۍ اوسېدونکو ادعا وکړه، چې د کمپاین په نوم ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ ملکیان وژل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه