ویب ډیسک
د تخار د علماوو شورا رییس مولوي عبدالصمد محمدي په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د تخار ولایت محلي چارواکي وایي،نن غرمه مهال د مولوي عبدالصمد محمدي پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې،چې له امله یې نوموړی وژل شوی او دری کسان ټپیان شوي دي.
د چاودنې مسوولیت تردامهاله کومې ډلې پرغاړه نه دی اخېستی.
تخار یو عالم په چاودنه کې وژل شوی
اړه لرونکي ليکني


