دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان سوداګر د تاجکستان سوداګرۍ ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې...

افغان سوداګر د تاجکستان سوداګرۍ ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي

ویب ډیسک
د افغانستان او تاجکستان هیوادونو د وزیرانو ترمنځ لیدنه
دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاجکستان جمهوريت د اقتصادي پراختیا ،سوداګرۍ ، صنعت اوټیکنالوژۍ له وزیرانو سره وکتل.

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني چې د افغانستان اسلامي جمهوری دولت له ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او مل پلاوي سره د آسیا زړه “استانبول پروسې” په دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره د تاجکستان جمهوریت ته سفر کړی دی د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یاد هیواد د سوداګریزۍ او اقتصادې ودې له وزیر ښآغلی شیر علی کبیر او د نوې ټیکنالوژۍ له وزیر ښاغلي شیرعلي کبیر سره د دوشنبې په ښآر کې ولیدل .

د دې لیدنې په بهیر کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي اړیکو په پراختیا، د سوداګریزو اړیکو اسانتیاو ، تاجکستان ته د افغاني محصولاتو صادراتو په وړاندې د خنډونو لرې کولو، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ بیلابیلو سکتورنو کې د پانګونې د ګډې همکارۍ پر پیل خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د غونډې په یوه برخه کې وویل چې افغان سوداګر د سوداګرۍ ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي او موږ د خپل ملګري هیواد تاجکستان د سوداګرۍ او اقتصادي ودې له وزارت څخه ددې ستونزې حل غوښتونکي یو.
ښاغلي غوریاني تاجکستان جمهوریت ته د افغاني محصولاتو دصادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر په تاجکستانې پانګوالو هم غږ وکړ چې په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونه وکړي یا د افغان پانګوالو سره ګډ کار پیل کړي.
د تاجیکستان جمهوریت د صنعت، سوداګرۍ او اقتصادي ودې او نوې ټیکنالوژۍ وزیرانو هم د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیټ او صنعت په برخو کې د ګډې همکارۍ غوښتنې ترڅنګ ژمنه وکړه د افغان سوداګرو د ویزو ستونزه به حل کړی.

د غونډې په پای کې، دواړو لوریو پریکړه وکړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د دصنعت او سوداګرۍ وزارت تخنیکي ټیمونه او د تاجکستان جمهوريت د صنعت، سوداګرۍ، اقتصادي ودې او ټیکنالوژي وزارت به د دواړنو هیوادونو ترمنځ د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه په اقتصادي، سوداګرۍ ترانزیټ او صنعتي همکارۍ لپاره دوه اړخیز هوکړه لیکونو او تړونونو په مسودو کار پیل کړی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه