ویب ډیسک
کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ( یوناما ) وایي د ترکیې ناسته د سولې پروسې پرمختګ لپاره د مطلوبو شرایطو تر رامنځ ته کېدو پورې ځنډېدلې ده.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي،دغه ناسته چې د اپرل میاشتې په ۲۴ پلان شوې وه، د وروستیو انکشافاتو او له ټولو لوریو سره تر سلا مشورو وروسته توافق وشو،چې یاد کنفرانس به د سولې پروسې پرمختګ لپاره د مطلوبو شرایطو تر رامنځ ته کېدو پورې وځنډیږی.
یوناما وایی، ترکیه، قطر او ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
بل لورئ ته د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وايي دا ناسته به تر کوچني اختر وروسته ترسره شي.
تردې مخکې د اپريل ۲۴مه نيټه ددې ناستې لپاره ټاکل شوې وه.


