دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد اوکراين ولسمشر: له روسيې سره د اړيکو پر پرېکون غور کوو

د اوکراين ولسمشر: له روسيې سره د اړيکو پر پرېکون غور کوو

ويب ډیسک

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکې د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه په کيف کې يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هېواد به يې له روسيې سره د اړيکو پر پرېکون غور وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د استونيا له ولسمشر سره تر کتنې وروسته وړاندوينه کړې، چې روسيه به په لويه پيمانه وضعيت ترينګلی نه کړي.

هغه د اوکراين حالت ترينګلتيا د اروپا او ټولې نړۍ لپاره بې سارې ننګونه بللې او ويلي يې دي، چې پر روسيې بنديزونو کې دې د ((نورډ سټريم ۲)) پروژې بندول هم اضافه شي.

د اوکراين د بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ په روسيه کې خپل شارژدافير ورغوښتی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه