ويب ډیسک
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۴۷ طالبان ووژل شول او ۱۰۴ ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان، اروزګان، کندهار، فراه، بلخ، هلمند او کندز ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


