پښتو جرنل
د طالبانو د قطر سیاسي دوتر مشر ملا عبدالغني برادر په خپله یوه لیکنه کې لیکلي چې موږ غواړو دهېوادڅلوېښت کلنه غمیزهپای ته ورسي هېواد مو آزاد او ولس مو
د افغان شموله إسلامي نظام تر سیوريلاندې آرام ژوند ولريپه همدې موخه مو له امریکا سره د ۲۰۲۰د فروري په۲۹ توافقنامه لاسلیک کړه چې له مخې يې زموږ له هېواده بهرني ځواکونه په بشپړه توګه دوتو په درشل کې دي هغه زیاتوي چې همدارنګه شپږ زره بندیان خلاص او بین الافغاني مذاکرات پیل شول. واقعي اسلامي نظام دافغان ولس د ټولو ستونزو د هواري یوازینی حل دی. د همدې نظام لپاره افغانانو له څلوېښتو کلونو راهیسې قربانۍ ور کړې دي افغانان خپل برخلیک په خپله ټاکي او له تپل شویو نظامونو څخه بدې خاطرې لري.
نړیوال باید افغانان پرېږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي. افغانان باید په خپلو کې تفاهم سره ولري. هر څوک چې د أفغانستان د ستونزې په اړه همکاري کوي موږ یې هر کلی کوو، البته د افغانستان ځمکني حقایق باید په نظر کې ولري. پیاوړی او متمرکز اسلامي نظام نه یواځې د افغانانو بلکې د نړیوالو لپاره هم یو ضرورت دی. افغانستان له نړۍ سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي زموږ هېواد او ولس له ګڼو ستونزو سره مخ دی –
سالمې همکارۍ
او بې غرضه مرستو ته اړتیا لري موږ يې د ولس لپاره غواړو او هر کلی یې کوو. د بهرنیو یرغلونو په وړاندې جهاد د افغانانو ثابت حق و او حق یې دی. راتلونكي اسلامي نظام به د إسلامي ارزښتونو او د هیواد د علیا او ملي منافعو په رڼا کې
د ښځو په شمول د ټولو هېوادوالو حقوق خوندي کوي. د هیواد او ولس خدمت د افغانانو مشترک مسئولیت دی، په دې اړه به اسلامي امارت ټولو ته د خدمت زمینه برابروي.
د افغانستان إسلامي امارت به د نړیوالو سره په تفاهم د مخدره توکیو د مخنیوي او د معتادینو د علاج په اړه لازم اقدامات تر سره کوي.
د اسلامي امارت له خوا به بهرنیو غیر نظامي اتباعو ، ديپلوماتانو او د خیریه چارو کارکوونکو ته نه یوازې دا چې خطر نه وي.
بلکې د هغوی حفاظت او ورته مصؤون چاپیریال برابرول خپل مسئولیت ګڼي.
د افغانستان إسلامي امارت نړیوالو ته ډاډ ور کوي.چې د أفغانستان خاوره به د هېڅ هیواد د امنیت په ضد نه استعمالېږي، او له نورو څخه هم د ورته تعامل غوښتنه کوي.
زموږ هېواد او ولس ملي تجارانو، ځوانانو، متخصصینو او کارپوهانو ته اړتیا لري. ځوانان په حقیقت کې د هرې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، موږ پر ځوانه طبقه غږ کوو چې تاسو د خپل هېواد او ولس د خدمت مسئولیت لرئ، او اسلامي امارت به تاسو ته دغه فرصت برابروي.
ددې پر ځای چې تاسو بهرنیو ملکونو ته له خپلو کورنیو او اولادونو څخه لیرې د یوې مړۍ ډوډۍ په خاطر ځۍ، راشئ په ګډه د خپلو کورنیو تر څنګ د خپل هېواد او ولس په خدمت سره هم خپل او هم د خپلو راتلونکو نسلونو د ویاړمن او آرام ژوند د تضمین لپاره کار وکړو.
په راتلونکي نظام کې به د اقلیتونو په شمول د ټولو هېوادوالو حقوق خوندي وي، په دې اړه باید له چا سره اندېښنه نه وي.


