دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهځوانان غواړي د سولې په برخه کې یې غږ واوریدل شي

ځوانان غواړي د سولې په برخه کې یې غږ واوریدل شي

ویب ډیسک

پلخمري – د کال په لومړیو کې په پلخمري ښار کې د بغلان دځوانانو استازي او سیمه ییزو مشران سره راغونډ شول او په دې یې بحثونه وکړل چې په سیمه ییزه او ملي کچه د سولې په بهیر کې په څه ډول د افغان ځوانانو غږ په ښه توګه واوریدل شي.

د سولې په تړاو دغه بحث په سیمه کې د مدني ټولنې د شبکې په همکارۍ د یوناما لخوا جوړشو او د هغو بحثونو د لړۍ برخه وه چې موخه یې د سولې د هڅو په تړاو د سیمه ییزو خلکو لپاره د بحثونو برابرول دي. سیمه ییزو رسنیو – تنویر تلویزیون، ارزو،

په ناسته کې پردې همغږي موجوده وه چې ځوانان ددې وړتیا لري چې د سولې په بهیر، او د خبرو اترو له لارې دسیمه ییزو شخړو د حل او مخنیوي په برخه کې مهم رول ترسره او په خپلو ټولنو کې د سولې او بیا پخلاینې فرهنګ ته وده ورکړي.

د بحث په پیل کې د مدني ټولنې د شبکې اجرايي مشر محمدرسول هوبا وویل: “ځوانان د افغان ټولنې اکثریت برخه جوړوي، نو پردې اساس ډیره مهمه ده چې هغوی د سولې په بهیر کې خپل نظر ولري.”
دغو ځوانو فعالانو بیسوادي، فقر، بیکاري، بې عدالتي او فساد د سولې په بهیر کې د ځوانانو د ګډون پر وړاندې ننګونې او د جګړې اصلي عوامل په ګوته کړل.

د بغلان والي محمد اکبر بارکزي ژمنه وکړه چې د ځوانانو اندیښنو ته به رسیدنه وکړي. هغه همدارنګه ټینګار وکړچې د ټول شموله سیاسي جوړ جاړي لپاره بین الافغاني خبرې اترې یوازینۍ لاره ده او د طالبانو له مشرانو یې وغوښتل چې ” له تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند ته غاړه کیږدي چې د ټولو افغانانو هیله ده.”

د افغانستان د ولسي جرګې منشي او د بغلان استازي اسدالله شهباز چې دغلته په یوه تیر یوه بحث کې یې ګډون کړی وو، وویل چې د بین الافغاني خبرو اترو په ګډون ځوانان باید د تصمیم نیونې په ټولو پړاوونو کې ګډون ولري.

په داسې حال کې چې په بغلان کې افغان ځوانان پام وړ ننګونو سره لاس ګریوان دي، خو پردې متفق دي چې په افغانستان کې د سولې هڅې باید ټولشموله وي. د شخړو په مخنیوي او حل کې د ځوانانو اهمیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۶ کال په ۲۲۸۲ نمبر پریکړه لیک کې هم تایید شوی دی.
افغانستان په نړۍ کې یو له ځوان نفوس لرونکو هیوادونو دی چې درې پرڅلور برخې وګړي یې ځوانان تشکیلوي. افغان ځوانان هم له اوږد مهاله جګړو اغیزمن شوي چې له بیسوادۍ، بیکارۍ او بې وزلۍ څخه کړیږي.

د “سولې په اړه بحثونه” د سیمه ییزو نوښتونو له ډلې یو نوښت دی چې دیوناما لخوا یې له ۲۰۱۶ کال راهیسې ملاتړ کیږي او موخه یې په ولایتي او د ولسوالیو په کچه د افغانانو په رهبرۍ د شخړو حل، منځګړتوب او پخلاینې ته وده ورکول دي.

د خپل ماموریت پراساس یوناما د شخړو د مخنیوي او حل، د ټولنیز یووالي او د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې فعالیت کوي. دغه ماموریت له ښې حکومتولۍ، د ملي مالکیت او د بشر حقونو ته د درناوي پراساس جوړوشویو ځوابګویه بنسټونو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه