دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه‏ملا عبدالغني برادر:موږ غواړو دهېوادڅلوېښت کلنه غمیزه پای ته ورسي

‏ملا عبدالغني برادر:موږ غواړو دهېوادڅلوېښت کلنه غمیزه پای ته ورسي

پښتو جرنل
د طالبانو د قطر سیاسي دوتر مشر ملا عبدالغني برادر په خپله یوه لیکنه کې لیکلي چې ‏موږ غواړو دهېوادڅلوېښت کلنه غمیزهپای ته ورسي هېواد مو آزاد او ولس مو

د افغان شموله إسلامي نظام تر سیوريلاندې آرام ژوند ولريپه همدې موخه مو له امریکا سره د ۲۰۲۰د فروري په۲۹ توافقنامه لاسلیک کړه چې له مخې يې زموږ له هېواده بهرني ځواکونه په بشپړه توګه دوتو په درشل کې دي ‏هغه زیاتوي چې همدارنګه شپږ زره بندیان خلاص او بین الافغاني مذاکرات پیل شول. واقعي اسلامي نظام دافغان ولس د ټولو ستونزو د هواري یوازینی حل دی. د همدې نظام لپاره افغانانو له څلوېښتو کلونو راهیسې قربانۍ ور کړې دي افغانان خپل برخلیک په خپله ټاکي او له تپل شویو نظامونو څخه بدې خاطرې لري.‏

نړیوال باید افغانان پرېږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي. افغانان باید په خپلو کې تفاهم سره ولري. هر څوک چې د أفغانستان د ستونزې په اړه همکاري کوي موږ یې هر کلی کوو، البته د افغانستان ځمکني حقایق باید په نظر کې ولري. ‏ پیاوړی او متمرکز اسلامي نظام نه یواځې د افغانانو بلکې د نړیوالو لپاره هم یو ضرورت دی. افغانستان له نړۍ سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي زموږ هېواد او ولس له ګڼو ستونزو سره مخ دی –

سالمې همکارۍ
او بې غرضه مرستو ته اړتیا لري موږ يې د ولس لپاره غواړو او هر کلی یې کوو. ‏ د بهرنیو یرغلونو په وړاندې جهاد د افغانانو ثابت حق و او حق یې دی. راتلونكي اسلامي نظام به د إسلامي ارزښتونو او د هیواد د علیا او ملي منافعو په رڼا کې
د ښځو په شمول د ټولو هېوادوالو حقوق خوندي کوي.‏ د هیواد او ولس خدمت د افغانانو مشترک مسئولیت دی، په دې اړه به اسلامي امارت ټولو ته د خدمت زمینه برابروي.

د افغانستان إسلامي امارت به د نړیوالو سره په تفاهم د مخدره توکیو د مخنیوي او د معتادینو د علاج په اړه لازم اقدامات تر سره کوي.
‏د اسلامي امارت له خوا به بهرنیو غیر نظامي اتباعو ، ديپلوماتانو او د خیریه چارو کارکوونکو ته نه یوازې دا چې خطر نه وي.
بلکې د هغوی حفاظت او ورته مصؤون چاپیریال برابرول خپل مسئولیت ګڼي.
‏د افغانستان إسلامي امارت نړیوالو ته ډاډ ور کوي.چې د أفغانستان خاوره به د هېڅ هیواد د امنیت په ضد نه استعمالېږي، او له نورو څخه هم د ورته تعامل غوښتنه کوي.

‏زموږ هېواد او ولس ملي تجارانو، ځوانانو، متخصصینو او کارپوهانو ته اړتیا لري. ځوانان په حقیقت کې د هرې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، موږ پر ځوانه طبقه غږ کوو چې تاسو د خپل هېواد او ولس د خدمت مسئولیت لرئ، او اسلامي امارت به تاسو ته دغه فرصت برابروي.

‏ددې پر ځای چې تاسو بهرنیو ملکونو ته له خپلو کورنیو او اولادونو څخه لیرې د یوې مړۍ ډوډۍ په خاطر ځۍ، راشئ په ګډه د خپلو کورنیو تر څنګ د خپل هېواد او ولس په خدمت سره هم خپل او هم د خپلو راتلونکو نسلونو د ویاړمن او آرام ژوند د تضمین لپاره کار وکړو.
په راتلونکي نظام کې به د اقلیتونو په شمول د ټولو هېوادوالو حقوق خوندي وي، په دې اړه باید له چا سره اندېښنه نه وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه