یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران وايي اسراییل دې لا ځواکمن غبرګون په تمه شي

ایران وايي اسراییل دې لا ځواکمن غبرګون په تمه شي

ویب ډیسک

ولسمشر مسعود پژشکيان اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې که صهیونیسټ رژیم د تهران او یوه لوړپوړي ایراني پوځي چارواکي پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، د ایران وسله‌وال ځواکونه به لا سخت او دروند غبرګون وښيي.

سپاه پاسداران انقلاب اسلامي (IRGC) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ۹۰ سلنه هغه توغندي چې ایران پر اسراییلو ویشتي، خپلو هدفونو ته رسېدلي، چې پکې د نیول شویو سیمو “سترې ستراتیژیکې مرکزونه” هم شامل دي.

همدارنګه، تېر اپرېل میاشت کې هم ایران د “ریښتینې ژمنې” په نوم عملیاتو کې له ۳۰۰ څخه ډېر توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې د اسراییلو تر واک لاندې سیمو ته توغولي وو، دا برید د دمشق په پلازمېنه کې د ایراني دیپلماتیکو تاسیساتو پر ضد د رژیم له مرګوني یرغل وروسته ترسره شوی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه