یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران وايي ،هغه هېواد پوځي اډې به په نښه کړي، چې د...

ایران وايي ،هغه هېواد پوځي اډې به په نښه کړي، چې د ایران مقابل کې د اسراییل دفاع وکړي

ویب ډیسک

ایراني رسنیو د سپاه پاسداران د لوړوپوړو چارواکو له قوله ویلي، چې پر اسراییل به د غچ اخیستنې بریدونه لا شدید کړي.

دغه ایران چارواکي خبرداری ورکړی، چې د سیمې د هر هغه هېواد پوځي اډې به په نښه کړي، چې د ایران مقابل کې د اسراییل دفاع وکړي.

د ایران د سپاه پاسداران په مشرۍ تېره شپه سلګونه توغندي پر اسراییلو وتوغول شول چې د معلوماتو له مخې د اسراییل له دفاعي سیستم تېر شوي او دغلته یې ګڼ اهداف په نښه کړي دي.

که څه هم اسراییل تراوسه څه نه دي ویلي، خو ایراني چارواکي وايي د تېرې شپې بریدونو کې یې د اسراییل د اټومي څېړنو مرکز په نښه کړی دی.

ایران د تېرې شپې سلګونه توغندي پر دغه هېواد د اسراییل د برید غبرګون کې توغولي چې تر ۲۰ لوړپوړو نظامي چارواکي او ساینسپوهان یې ووژل او اټومي تاسیسات يې په نښه کړل.

بل خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ویلي، چې د اسراییل اقدمات به سیمه اټومي جګړې ته یوسي.

روسي استازي داسې مهال د امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې پر ایران د اسراییل برید د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه بللې، چې پوتین له پزشکیان سره خبرو کې د اسراییل برید غندلی.

# #Iran #Israel

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه