دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ناروې حکومت له خپلې خاورې هغه ۱۵ روسي دیپلوماتان باسي

د ناروې حکومت له خپلې خاورې هغه ۱۵ روسي دیپلوماتان باسي

‎ویب ډیسک

د ناروې حکومت له خپلې خاورې هغه ۱۵ روسي دیپلوماتان وباسي چې ادعا یې کړې د دیپلوماتیک چتر لاندې یې جاسوسي کوله.

‎د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ویلي مسکو ته به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې خپل سفارت د پټو استخباراتي فعالیتونو لپاره وکاروي او زیاته کړې یې ده چې یاد دیپلوماتان باید ژر تر ژره د ناورې هېواد پرېږدي.

‎په اسلو کې د روسیې سفارت یاد اقدام «غیردوستانه» بللی او ګواښ یې کړی چې ناروې به یې له غبرګون سره مخ شي.

‎روسي رسنیو خبر ورکړی چې د کرملېن به هم د ناروې د دې اقدام پر وړاندې «متقابل ځواب» ووايي.

‎پر اوکراین د روسیې له برید را وروسته استوانیا، هالنډ او اترېش هم په اپرېل میاشت کې روسي دیپلوماتان له خپلو خاورو ویستلي ؤ.

#Norway #Russia

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه