ويب ډیسک
هند کې د کرونا پېښې یو ځل بیا په زیاتېدو دي، چې له امله یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۰ زره نوې قضیې ثبت شوې دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۱۵۸ پېښې ثبت شوي چې د یوې ورځ مخکې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
هند کې د کرونا نږدې ۴۴ میلیونه فعالې پېښې ښودل شوي او د مثبتو پېښو ورځنۍ کچه ۴.۰۲ سلنه په ګوته شوې ده.
هندي چارواکو ویلي د هېواد په ځینو سیمو کې یې د کرونا ویروس بیا په خپرېدو شوی او په راتلونکو لسو تر دولسو ورځو کې به مثبتې پېښې نورې هم لوړې شي.
#India #Covid19


