ويب ډیسک
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، چې د افغانستان په اړه یې د امریکا له کليدي متحدانو سره د “افغانستان راتلونکي فکر فورم” د غونډې په څنډه کې خبرې کړي دي.
دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ (۲۴حمل) د قطر په دوحه کې جوړه شوې وه، چې د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر غړو، ت.الب استازو او یو شمېر مدني فعالانو په کې ګډون درلود.
د امریکا ځانګړی استازی وایي، افغان ګډونوالو د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره پر خبرو اترو ټینګار وکړ او له وسلهوالې جګړې سره یې د مخالفت غږ پورته کړ.
ټام وېسټ د دې غونډې ستاینه کړې او ویلي یې دي “ما د طالبانو د چلند غندنه او ملاتړ نظرونه واورېدل” او ګډونوالو د دې لپاره چې نړیواله ټولنه څنګه روانو ستونزو ته رسېدنه وکړي بېلابېل وړاندیزونه شریک کړل.


