دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيله پيغوري پښتو نه تر شعوري پښتو سفر

له پيغوري پښتو نه تر شعوري پښتو سفر

لیکنه: عاشق الله صافي

په هر ملت کې داسې شېبې راځي چې بايد له ځانه وپوښتي: موږ څنګه فکر کوو؟ ولې داسې ژر غبرګون ښيو؟ او دا لاره مو چېرته بيايي؟ زموږ په ټولنيز ژوند کې د غيرت، امن، وفادارۍ، مصلحت او وحدت خبرې ډېرې کېږي، خو لږ تم کېږو چې فکر وکړو: ايا دا کليمې زموږ د پوخ شعور نښه ده، که زموږ د وېرې او ناامنۍ پرده؟ همدلته د پېغوري پښتو او شعوري پښتو تر منځ توپير ښکاره کېږي، او همدلته د هغه فکري حالت څېړنه پيلېږي چې انسان ورو ورو د بې‌فکره غبرګون پر لور بيايي.
پېغوري پښتو يو منفي احساسي حالت دی. په دې حالت کې عزت د زغم او انصاف له لارې نه، بلکې د ژر غبرګون له لارې تعريفېږي. که څوک نيوکه وکړي، سمدستي د سپکاوي په سترګه ورته کتل کېږي. که اختلاف پيدا شي، د خبرو پر ځای قهر راولاړېږي. انسان داسې احساس کوي چې که تم شي، که واوري، که فکر وکړي، نو ګواکې کمزوری ښکاري. خو حقيقت دا دی چې هغه څوک چې له خپل ارزښت ډاډه وي، ژر نه رپيږي. کمزوري هغه ځای کې وي چې انسان د خپلې داخلي ناامنۍ د پټولو لپاره لوړ اواز کاروي.
شعوري پښتو بيا له اعتماد او پوهې نه سرچينه اخلي. دا مني چې اختلاف طبيعي دی، نيوکه د اصلاح دروازه ده، او عزت له مسووليت او عدالت سره تړلی دی. شعوري انسان پوهېږي چې غصه يو طبيعي احساس دی، خو د همدې احساس کنټرول د شخصيت لوړوالی ښيي. دا هغه پړاو دی چې انسان له فطري غبرګون نه عقلاني پرېکړې ته پورته کېږي. دلته غيرت له حکمت سره يو ځای کېږي، .
کله چې يو ملت ته په تدريج سره دا وښودل شي چې ستا تاريخ روښانه نه دی، ستا اتلان د شک وړ دي، ستا ژبه وروسته پاتې ده، او ستا سياسي پوهاوی خطرناک دی، نو هغه ملت ورو ورو له خپل ځان نه واټن اخلي. دا واټن په زور نه تحميلېږي، بلکې د تعليم، رسنيو او تکراري خبرو له لارې عادي کېږي. ماشوم چې په کتاب کې خپل ځان، خپل اتل او خپله کيسه ونه ويني، بلکې د بل چا کيسه ولولي، د هغه په ذهن کې يو خاموش بدلون پيلېږي. دا بدلون په يوه ورځ نه ښکاري، خو د وخت په تېرېدو سره د ځان په اړه شک پيدا کوي.
کله چې انسان له خپل هويت نه بې‌باوره شي، د بل حاکميت ورته اسانه ښکاري. هغه به دا حالت د مصلحت، امن او وحدت په نوم توجيه کړي، خو په زړه کې به د خپل توان انکار کوي. عجيبه دا ده چې داسې انسان به په خپل منځ کې ډېر سخت وي، خو د ستر جوړښت پر وړاندې به چوپ پاتې شي. دلته پېغوري غبرګون او فکري تابعيت دواړه يو ځای وي: په خپل منځ کې توند، خو د اصل ستونزې پر وړاندې غلی.
د دې حالت درملنه په شعار نه کېږي، بلکې په بيدارۍ کېږي. بيداري له پوښتنې پيلېږي. ولې زموږ ژبه په رسمي ډګر کې کمزورې ده؟ ولې زموږ د سيمې کيسې لږې ليکل شوې دي؟ ولې زموږ ځوانان يا افراطي غبرګون ته ځي يا بې‌پروا کېږي؟ دا پوښتنې که په سړه سينه، له علم او څېړنې سره يو ځای وڅېړل شي، نو د بدلون لاره هواروي. خو که په قهر بدلې شي، بيا هماغه پخوانۍ دايره تکرارېږي.
ارواپوهنه وايي چې دوامداره تحقير د کموالي احساس پيدا کوي. دا احساس بيا يا په ځان‌کم‌بيني بدلېږي يا په افراطي غبرګون. دواړه حالتونه زيانمن دي. خو کله چې يو ملت خپل قوت او کمزوري دواړه په صداقت ومني، او خپل ارزښت په علمي بنسټ وپېژني، نو له دفاعي حالت نه وځي او رغنده عمل ته داخلېږي. دا تعادل د شعوري پښتو نښه ده.
له پېغوره تر شعوره سفر د ذهن سفر دی. دا سفر په يوه ورځ نه بشپړېږي. دا له کور نه پيلېږي، له ښوونځي نه، له خبرو نه. کله چې پلار د شکايت په اورېدو سره سمدستي قهر نه شي، بلکې لومړی پوښتنه وکړي؛ کله چې مشر د جګړې پر ځای د جرګې لار غوره کړي؛ کله چې ځوان د ټوپک پر ځای کتاب ته مخه کړي—همدلته بدلون پيلېږي.
زه د هغه وژل شوي وکيل عطاء الله جان په اړه له زړه خفه يم. ځکه چې هغه يوازې يو شخص نه و؛ هغه د خبرې سړی و. کله چې د خبرې سړی په زور چوپ شي، دا د ټولنې لپاره د خطر زنګ وي. دا موږ ته وايي چې زموږ په منځ کې لا هم احساس پر عقل دروند دی. خو همدا درد که په فکر بدل شي، که په پوښتنه بدل شي، نو بې‌فايدې نه ځي.
موږ بايد له ځانه وپوښتو: ايا موږ داسې ټولنه غواړو چې هر اختلاف په قهر ختم شي؟ که داسې ټولنه چې اختلاف د پرمختګ وسيله شي؟ که موږ شعوري پښتو غوره کړو، نو دا به نه يوازې زموږ ژبه وساتي، بلکې زموږ عزت به هم لوړ کړي. شعوري پښتو دا وايي چې خپل هويت په پوهه وساته، خپل حق په انصاف وغواړه، او خپل احساس د عقل تابع کړه.
کله چې يو ملت له وېرې نه شعور ته، او له سکوت نه پوښتنې ته تېر شي، همدلته د تاريخ نوی فصل پيلېږي. دا بدلون شور نه لري، خو ژور اغېز لري. دا د ذهن انقلاب دی، او هر لوی بدلون لومړی د فکر په نړۍ کې زېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه