ليکنه : سميع الله پامير
ژوند کٶم سندرې راته راوړه
الٶﺯم وﺯرې راته ____ راوړه
فرانسوي ختيځ پوه جيمز ډار مسټټر ليکلي ” له سندرو ويلو سره پښتانه مينه لري، درې پښتانه چې سره يو ځاى شي يو يې سندرې وائي ډېر وخت د شپې په مجلسو په دېره کې يو تن ولاړيږي رباب را اخلي او سندرې وائي ښائي دا سړى په ژوند کې له ﺯرګونو ستونزو سره مخامخ وي، ښائي مجبور وي چې سبا ته له ساتونکو نه د خلاصون له پاره غره ته وتښتي خو په هغه شپه کې سندرې وائي.”
که د تاريخ پل پسې واخلو ويدونه راته وائي چې له درې نيم تر څلورو ﺯرو کالو وړاندې موده کې د ويدي اريايي تهذيب په دوره کې پښتنو ځوانانو او پېغلو څڼې غوړولې او ځانونه يې په خودرو او دښتي ګلانو ښکلي کٶل او سمبالٶل او بيا يې په لويو ميدانونو کې اتڼونه اچٶل ښه لا دا چې د سندرو په مېلو او محفلونو کې يې رباب او او شپېلۍ غږٶلې چې په هغه دور يې ورته “وينا” او ” يونا ” ويل…
اريايانو به د سوما / هوما د بوټي لو کاٶه او نجونو به دا بوټي راټولٶل او په ګډه به يې د سپوږمۍ د شپو انتظار يوست او بيا به چې کله سپوږمۍ راختل ناوخته شٶل نو مينې به د خپل مئين د لاس بچ کېدلو لپاره پر سپوږمۍ دا ږغ کاٶه :
سپوږميه کړنګ وهه راخېژه
يار مې د ګلو لو کٶي ګوتې رېبينه
لاندې کاکړۍ غاړه هيند ته د احمد شاه بابا د تللو ادرس راکوي :
وڼه کړګي ده مړو
تېر سٶل ډيلي له پر اسو
يو پښتون او پښتنه له لېندۍ تر پتارۍ د سندرو په شور او د موسيقۍ په پرده کې ژوند تېر کړي، دې دنيا ته په راتګ په ” ډول ” او ” دريا ” بدرګه کېږي، په ﺯانکو کې يې مور د ” اللو للو ” په سندرو ايمنوي او ويده وي، چې پل واخلي بيا يې د ” اکوبکو ، سرسيندکو ” په سرود لوبوي…
په ډېرى سيمو کې په هجرو کې رباب، منګى او سيتار داسي وي لکه د يو پښتون په کور کې وړه، غوړي او چاى
د کاکړو په سيمه کې له ” چغکې” سره کاکړۍ غاړې کېږي ،
په ډېرى سيمو کې به ط ا ل.يبانو د جمعې شپې د تال او دريا په بانډار رڼٶلې…
پښتانه په مذهب کې هم سندرې او موسيقي کٶي مثلاً
ﺯموږ په خوا کې د روﺯې ( رمضان) په مياشت کې خلګ
پېشلمى/ پېښمنى پر ډول باندې کٶي، په اطرافو کې مېشت پښتانه يا ښه ده و وايو اولنو پښتنو په ” اودس” کې ” سرسايه” په منظومه / سندريزه بڼه ويله او يا هم وائي، انا مې دي خداى ج وبښي ځينې اورېدلي مې ٶ :
دي سرسايه راکې ( راکړې)
دي سرسايه درنه راکې
ځاى په جنت راکې
روﺯي په قناعت راکې
د پيغمبرانو او معراج کېسې اوس هم په منظومه/ سندریزہ بڼه له دريا او تال سره په هجرو کې ويل کېږي.
پښتون شپونکى/ شپانه په دښتو او رغو کې رمې ته شپېلۍ ږغوي، دلته مشهوره ده وائي چې څه وخت په خوند او کيف شپېلۍ ږغٶل کېږي ماران له غارونو ورته
را وځي.
پښتانه په جګړو کې هم سندرې او موسيقۍ ږغوي په
مخکينو وختونو کې چې به ناڅاپي پر وطن يرغل وشو
نو بيا به د خلګو او ﺯلميو د را خبرٶلو او د دښمن په وړاندې د را پاڅٶلو لپاره د ” چيغي ډول ” وهل کېده ، ﺯلمي به په ټپو او سندرو رخصتېدل :
که تور اوربل مې ميراتيږي
په وطن ننګ دى جانان نه منع کٶمه
ښه بېلګه يې په دويم افغان انګليس وار کې د ملالۍ لاندې ټپه ده چې ﺯموږ د تاريخ ﺯرين باب نيښلٶي :
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايزده لاليه بې ننګۍ له دي ساتمه
ډېرى پښتني قبيلې په اتڼ او سندرو کې خپل تشخص
لري لکه د خټکو ګډا ، د وردګو اتڼ ، د مسه خېلو اتڼ ،
د کاکړو امۍ/ ګډه امۍ يا هم د مروتو او غلجو کسرونه
د کاکړو غاړې…
د ناصرو پښتنو د اتڼ شوق او ﺫوق په لاندې ټوکه کې
په ﺯړه پورې عکس شوئ ده ويل کېږي له کوم ناصر څخه
سهار چا وپوښتل چې ” مغزى دي ولي کوږ نيولئ ده ؟ ”
ناصر په خشم/ غوسه ورته و ويل ” خوار سې بېګاه ډول نه ٶ ؟ ”
اوس هم ځاى ، ځاى پښتانه خپل ډول ﺯن / ډم ساتي
چې مالي مرسته او ساتنه يې د هغو خلګو په غاړه وي، او بله دا چې په پينځه څلوېښت کلن ناورين کې د سندرو او
سندرغاړې، موسيقي او موسيقار مثبت رول او هلې ځلې له هيچا پټې نه دي خو په ټوله کې پښتانه ، موسيقي او
سندرې سره لاﺯم او ملزوم دي.
،


