یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍڅيړنيز راپور : د هند مسافر وړونکې الوتکه د تیل د بندیدو...

څيړنيز راپور : د هند مسافر وړونکې الوتکه د تیل د بندیدو لکبله لویدلې

ويب ډيسک

د هند د الوتکو د پېښو څېړلو اداره یا AAIB په خپل لومړني راپور کې وايي، چې د ایر انډیا د یوې الوتکې غورځېدو لومړني لاملونه ښيي، چې د پيلوټانو له لوري پرې تېل بند شوي دي.

 

په راپور کې راغلي، چې د الوتکې په بلک باکس کې ثبت شوي غږونه او معلومات ښيي، چې له پورته کېدو وروسته د الوتکې هغه سویچونه روښانه شوي، چې په بېړني وخت کې پر انجن سون توکي بندوي.

 

رویټرز راپور ورکړی، چې له غږ ثبتوونکې دستګاه په ترلاسه شویو غږونو کې اورېدل کېږي، چې یو پيلوټ له بل پوښتنه کوي، چې «ولې دې تېل بند کړل؟» بل ځواب ورکړی، چې: «ما دا کار نه دی کړی.»

 

ایر انډیا چې تېره میاشت د هند له احمدآباد ښار لندن ته روانه وه، له پورته کېدو څو شېبو وروسته کمزورې شوه او د ډاکترانو پر یوې لیلیې وغورځېده چې پکې له یوه تن پرته ټول ۲۴۲ کسان ووژل شول.

 

ویل شوي، چې دا پېښه په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړۍ هوايي پېښه ګڼل کېږي. اوس د هند ټاټا ګروپ لپاره دا یوه ستره ننګونه ده چې هڅه کوي، ایر انډیا له بدنامۍ وژغوري.

 

د امریکا د ملي ټرانسپورټ خوندیتوب ادارې NTSB د هند له چارواکو مننه کړې او ویلي یې دي، چې راپور کې د بوینګ ۷۸۷ الوتکو یا د GE انجنونو لپاره د مشخص اقدام سپارښتنه نه ده شوې.

 

د دې الوتکې د غورځېدو د بشپړ راپور د نړیوالو اصولو له مخې، د دې کال په جریان کې خپرېږي.

 

# #AirIndai #Indai #AAIB

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه