ویب ډیسک
په پاکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت محترم سفیر، مولوي سردار احمد شکیب، د خیبر پښتونخوا له وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیت، افغان کډوالو، د خلکو تګ راتګ او نورو مهمو موضوعاتو په اړه مفصله خبرې وشوې.
وزیراعلیٰ ګنډاپور په افغانستان کې د سرطان د یوه روغتون د جوړېدو او د کرنې په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
دواړو خواوو ټینګار وکړ چې پاکستان او افغانستان تاریخي، ژبنۍ، قبیلوي او مذهبي اړیکې لري، چې باید د سولې، ورورولۍ او متقابل درناوي پر بنسټ لا نورې پی
اوړې شي.


