دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍهر کال نړۍ کې ۶۰۰ میلیونه وګړي د نا خوندي خوړو له...

هر کال نړۍ کې ۶۰۰ میلیونه وګړي د نا خوندي خوړو له امله ناروغه کېږي.

ويب ډیسک

د جون ۷مه د خوړو د خونديتوب نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې د نا خوندي خوړو په تړاو اندېښمن دي او وايي د ډېرو ناروغیو لامل ګرځېدلي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هر کال نړۍ کې ۶۰۰ میلیونه وګړي د نا خوندي خوړو له امله ناروغه کېږي.

افغانستان هم له هغو هېوادونو یو دی چې د نا خوندي خوړو له امله پکې د ناروغو کسانو شمېر زیات دی.

افغانستان کې د ډاکټرانو او روغتیايي چارواکو په وینا، جدي اړتیا ده چې د تولیدوونکو، چارواکو او عامو خلکو له لوري د خوړو د خوندیتوب لپاره ګډ کار وشي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې د کولرا ناروغي ډېره شوې.

ډاکټران وايي، دا د هغو ناروغیو له ډلې یوه ده چې د نا خوندي خوړو او ناپاکو اوبو له امله خلک پرې اخته کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه