ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د کډوالو اوستنېدونکو چارو وزارت وايي په تيرو دوو ورځو کې له ايران او پاکستان څخه ٢٩٢٣ افغان کډوال هيواد ته په زور او خپله خوښه ستانه شوي دي٠
ياد وزارت نن دوشنبه ويلي چې له ياد شمير کډوالو څخه ١١٢١ تنه له ايران څخه په نيمروز ولايت کې او ١٦٢٨ تنه په هرات کې د اسلام کلا بندر له لارې هيواد ته ستانه شوي دي٠
د معلوماتو له مخې ددغه کډوالو زياته برخه يې په زوره له ايران څخه ايستل شوي دي٠
بلخوا د کډوالو چارو وزارت تيره ورځ له پاکستان څخه هم د ١٧٥ کډوالو د راستنېدو خبر ورکړى دى٠
دغه افغان کډوالدد سپين بولدک او چمن دروازې له لارې هيواد ستانه شوي چې په وينا يې د ملګرو ملتونو لخوا ورسره مرستې هم شوي دي٠


