یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان : سږ کال به د حج لګښت تر شپږ نیم لکه...

پاکستان : سږ کال به د حج لګښت تر شپږ نیم لکه روپیو ورټیټ کړي.

ویب ډیسک

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر مفتي عبدالشکور اعلان کړی چې سږ کال به د حج لګښت تر شپږ نیم لکه روپیو ورټیټ کړي.

 

د پاکستان دولتي راډ‌یو ویلي چې دا خبره نوموړي د مې پر ۲۶مه په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال کړې ده.

 

عبدالشکور ویلي چې د حج کوونکو لپاره یې په مکه او مدینه کې په ارزانه بیه د اوسېدو ځایونه نیولي دي.

 

هغه ویلي، هڅه کېږي چې د دې لپاره لګښتونه نور هم کم کړي چې عام خلک هم په اسانه حج وکړای شي.

 

پاکستانۍ رسنۍ وايي، له حکومتي تګلارې سره سم، سږ کال د حکومت په مرسته د حج احتمالي لګښت شاوخوا نهه لکه روپۍ ټاکل شوی وو.

 

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عرب اعلان کړی دی چې سږ کال به حج ته د ورتلونکو خلکو شمېر زیاتوي. خو حاجیان به له کورونا وایرسه د ځان ساتلو احتیاطي لارښوونې عملي کوي.

 

دا تر هغې وروسته ده چې تېر دوه کاله د کورونا وایرس جهاني وبا د کنټرولولو په موخه له بهرنیو هېوادونو څخه سعودي عرب ته د خلکو پر تګ بندیز وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه