یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد هندي چارواکو د لانجمنو څرګندونو پر وړاندې د مسلمانانو غبرګونونه

د هندي چارواکو د لانجمنو څرګندونو پر وړاندې د مسلمانانو غبرګونونه

ويب ډیسک

لږترلږه پنځو اسلامي هېوادونو اسلام او د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته دوو پخوانیو هندي چارواکو د سپکاوي په ځواب کې رسمي غبرګون ښودلی او د افغانستان او پاکستان چارواکو د هغوی څرګندونې په کلکه وغندلې.

دا لانجمنې څرګندونې د صدراعظم ندریندرا مودي د BJP ملتپال ګوند پخوانۍ ویاندې نوپور شرما Nupur Sharma په تېره مې میاشت کې په یوه ټلویزیوني پروګرام کې کړي او بل ویاند یې نوین جیندال Naveen Jindal پر ټویټر لیکلي. رسنیو دا څرګندونې نه دي خپرې کړي ځکه د مسلمانانو احساسات پاروي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون- یکشنبې پر ټویټر ولیکل چې دوی د اسلام ستر پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګستاخانه الفاظ په کلکو ټکو غندي او د هند له حکومته غواړي چې دې ډول معتصبو کسانو ته دې اجازه نه ورکوي چې د اسلام مبارک دین ته سپکاوی وکړي او د مسلمانانو احساسات وپاروي.

قطر او کوېټ د یکشنبې په ورځ په دې هېوادونو کې د هند سفیران د اعتراض لپاره احضار کړل. د قطر د بهرنیوچارو وزارت له نوې ډيلي غوښتنه وکړه چې له دې کبله رسمي بخښنه وغواړي.

سعودي عربستان او ایران د هند پرضد رسمي اعتراض ثبت کړ او د اسلامي همکاریو سازمان OIC وویل دا هندي چارواکي دا وینا داسې مهال کوي چې په هند کې له اسلام کرکه او له مسلمانانو سره په سیستماتیک ډول ناوړه چلند کېږي. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت هم نن دوشنبې په اسلام آباد کې د هند سفیر احضار کړ او اعتراض یې ور وسپاره.

د BJP دې دوو چارواکو د خپلو څرګندونو له کبله رسمي بخښنه غوښتې ده. همداراز BJP د شرما دنده ځنډولې ده او جیندال یې له کاره لیرې کړی دی. BJP په یوه بیان کې ویلي چې د ټولو مذهبونو شخصیتونو ته سپکاوی غندي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه