دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍآذربايجان له خپلې خاورې څلور ایراني ډیپلوماتان وباسي.

آذربايجان له خپلې خاورې څلور ایراني ډیپلوماتان وباسي.

ويب ډیسک

د آذربایجان حکومت اعلان کړی چې د پاروونکو کړنو له امله، له خپلې خاورې څلور ایراني ډیپلوماتان وباسي.

دا اعلان وروسته له هغې کېږي، چې تېره اونۍ د آذربایجان حکومت د شپږو کسانو د نیولو خبر ورکړ او ادعا یې وکړه د ایران له استخباراتو سره یې اړیکه لرله او په دې هېواد کې یې د کودتا پلان جوړوه.

د آذربایجان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران سفیر یې احضار کړی او ورته یې ویلي چې څلور ایراني ډیپلوماتان «نامطلوب» دي او باید په ۴۸ ساعتونو کې له هېواده ووځي.

ویل شوي چې یادو کسانو له ډیپلوماتیک موقف سره نامناسبې کړنې ترسره کولې، خو په دې اړه ډېر معلومات نه دي ورکول شوي.

د آذربایجان او ایران اړیکې له څه وخته راهیسې ترینګلې دي. په تېره جنوري کې باکو په تهران کې خپل سفارت له هغې وروسته بند کړ چې په ایران کې د سفارت د امنیت مسؤل په یوه برید کې ووژل شو.

#azerbaijan #iran

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه