ويب ډیسک
اسرائیل نن د جمعې په ورځ په غزې تراړه او لبنان بریدونه کړي او په یادو سیمو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د راپورونو له مخې اسرائیلي جنګي الوتکو، د لسو دقیقو په موده کې، د غزې په څلورو سیمو نږدې ۲۰ توغندي ورولي دي.
دا بریدونه د هغو راکټي بریدونو په غبرګون کې شوي چې پرون پنجشنبه د لبنان له سویلې سیمې پر اسرائیل شوي او له امله یې د فلسطین ح.ماس ډله پړه ګڼل شوې ده.
رسنيو د اسرائیلي پوځ له خولې لیکي چې د لبنان په سویل کې یې د ح.ماس ډلې «ترهګریز» تاسیسات په نښه کړي دي.
ح.ماس ډلې ویلي په دې اړه معلومات نه لري چې د لبنان له سویلي سیمو پر اسرائیل چا راکټونه ویشتي دي.
د اسرائیل او فلسطین ترمنځ شخړې له هغې وروسته زور واخیست چې د اسرائیلي پوځيانو له لوري په اقصی جومات کې د لمونځ کوونکو د رټلو خبرونه خپاره شول.
#israel #palestine


