ويب ډیسک
سپینې ماڼۍ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د راپور ۱۲ مخه لنډيز کې پخوانی ولسمشر ټرمپ تورن کړی چې د دوحې د تړون له امله یې د جو بايډن انتخابونه محدود کړي ؤ.
راپور کې راغلي چې د ټرمپ ادارې، د بايډن نوي حکومت ته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټه ورکړې وه، خو په دې اړه یې هېڅ پلان نه ؤ ورکړی چې تخلیه به څنګه ترسره کېږي.
سپينې ماڼه همدارنګه ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ انتخابونه تر ډېره د پخواني حکومت له لوري د رامنځته شویو حالاتو له مخې محدود ؤ.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي رسنیو ته ویلي، بايډن ته یوازې دوه انتخابونه پاتې ؤ، چې یا دې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه بهر کړي یا دې (طالبانو) سره بېرته جګړه پيل کړي.
راپور همدارنګه زیاتوي، چې د افغانستان تجربې ته په کتو به راتلونکي کې د خراب امنیتي وضعیت رامنځته کېدو په صورت کې د تخلیه پروسه ژر پیلوي.
د امریکا کانګرس پر حکومت نیوکه کړې وه، چې له افغانستانه د پوځیانو د ویستلو پروسه یې سمه نه وه مدیریت کړې. د بهرنیو اړیکو کمېټې د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بېلنکن غوښتي ؤ، چې په دې اړه ورسره جزئیات شریک کړي.
یاد راپور چې ۱۲ مخه لنډيز یې نشر شوی محرم بلل شوی او زیاته شوې چې ځينې برخې به یې هېڅکله علني نه شي.
#Afghanistan #USA


