دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبدخشان ولايت کې د"ښځو غږ" په نوم راډيو ته بیرته د فعاليت...

بدخشان ولايت کې د”ښځو غږ” په نوم راډيو ته بیرته د فعاليت اجازه ورکول شوې

ويب ډیسک

طالب چارواکي وايي په بدخشان ولايت کې د”ښځو غږ” په نوم راډيو چې د دوى په وپنا د نشراتي سرغړونـو له امله بنده شوې وه، بيرته يې د فعاليت اجازه ورکړې ده٠
د بدخشان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رٸيس معزالدين احمدي په يوې اعلاميې کې ويلي چې دغه راډيو ته يې د “ارزښتونو او اسلامي قوانينو” په نظر کې نيولو سره نن پنجشنبه بيرته د فعاليت اجازه ورکړې ده٠
هغه ويلي چې د “ښځو غږ” په نوم راډيو په روژه مياشت کې د سندرو خپرولو او د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي اصولو په نظر کې نه نيولو له امله بنده شوې وه٠
دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان د خبريالانو مرکز په بغلان ولايت کې د طالبانو د سيمه ييزو چارواکو لخوا د درې تنو خبريالانو د نيول کېدو خبر ورکړى دى٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه