ويب ډیسک
د خوست پخوانی والي محمد حلیم فدايي وايي، محمد اشرف غني لا هم قانوني ولسمشر دی او د بینالافغاني خبرو پيل او نړۍ سره د تعامل لپاره باید جلا وطنه حکومت اعلان کړي.
ښاغلي فدايي ویلي، که محمد اشرف غني نه غواړي جلا وطنۍ کې د حکومت مشري وکړي، باید د جمهوري نظام د مهمو غړو یو کمیسیون د هغه د مرستیال امرالله صالح په مشرۍ جوړ کړي څو د جمهوري نظام په استازیتوب ت.البانو سره خبرې اترې وکړي.
د نوموړي په وينا، ت.البانو څو څو ځلې د دوحې تړون ژمنې ماتې کړي، د مشروع او قانوني حکومت لپاره لېوالتيا نلري او د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي.
هغه زیاته کړې، انفرادي هڅې، ت.البانو سره اړیکې، اوسنيو جنایتونو ته تسلیمي او هر ډول پوځي فعالیت او انتقامي وژنې به د افغانستان کړکېچ لاپسې ژور کړي او په دې توګه به د سیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ شي.
له دې وړاندې هم ځينو مطرحو څېرو د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره د بينالافغاني خبرو اترو پر پيل ټينګار کړی ؤ.
ت.البانو لا تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ويلي.


