دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ایران حکومت لخوا افغانستان ته د ۱۸۹ افغان بندیان ورسپارلي

د ایران حکومت لخوا افغانستان ته د ۱۸۹ افغان بندیان ورسپارلي

ویب ډیسک

طالب چارواکو د ایران حکومت لخوا افغانستان ته د ۱۸۹ نورو افغان بندیانو د ورسپارلو خبر ور کړ.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل نن سې شنبه مارچ اوومه (کب ۱۶) رسنیو ته لېږلې غږیز پیغام کې ویلي چې یاد افغان بندیان د شوي توافق له مخې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې دوی ته وسپارل شول.
نوموړي زیاته کړې: “د ایراني لوري افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو په تسلسل کې نن… د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري (۱۸۹) تنه افغان بندیان چې په ایران هیواد کې زنداني وو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د شویو مذاکراتو او توافق په پایله کې افغان حکومت ته وسپارل شول.”
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ هم د ایران حکومت لخوا افغانستان ته د ۲۶۸ افغان بندیانو د ورسپارلو خبر ور کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوی څارنوال شمس الدین پهلوان په مشرۍ یو طالب پلاوی د افغان بندیانو د وضعیت ارزولو په هدف د فبرورۍ ۲۴ (کب پنځمه) ایران ته سفر وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې د افغان بندیانو سپارلو توافق څو ورځې مخکې ایران ته د تللي طالب پلاوي د سفر پرمهال وشو. طالب چارواکو د افغان بندیانو ورسپارلو په اړه د ایران حکومت دغه اقدام ستایلی دی.
د ایران حکومت تر دا مهال د طالبانو حکومت ته د یادو افغان بندیانو د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه