دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه۴۰میلیون امریکايي ډالرو د بشري مرستو یوه بله کڅوړه کابل ته رسېدلې

۴۰میلیون امریکايي ډالرو د بشري مرستو یوه بله کڅوړه کابل ته رسېدلې

ويب ډیسک

د افغانستان بانک له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو په دوام نن سې شنبه کابل ته د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو بشري مرستو یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکړی دی.
د یاد بانک ویلي چې دغه نغدي پیسې کابل ته له رسېدو سره سم یو خصوصي بانک ته انتقال شوي دي.
د افغانستان بانک ویلي چې د هر هغه اصولي اقدام چې دغه هیواد ته د اسعارو د راتګ او له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي ملاټر کوي.
یاد بانک زیاته کړې: “د افغانستان بانک رهبري هیواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.”
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تر دې مخکې ویلي و چې د دغه سازمان او د ملګرو ملتونو د نورو خیره بنسټونو د بشري فعالیتونو لپاره یې افغانستان ته د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر میاشتې څخه بیا تر دا مهاله ۱.۸ میلیارد ډالر نغدي مرستې انتقال کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه