دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزمزمه توپ د احمد شاه بابا میراث

زمزمه توپ د احمد شاه بابا میراث

ويب ډیسک

زمزمه توپ د احمدشاه بابا د هغه تاريخي توپ نوم دئ چي د مرهټي پوځ چي سيکان او جټان ئي ملګری ول پر ضد د پاني پت په دريمه جګړه کي ستره بریا ور په برخه کړه ، ويل کېږي چي توپ جوړونه د احمدشاهي پوځ لپاره دومره مهمه وه چې کندهار کی ئی توپ خانه جوړه کړې وه چي مشر عبد الرحمان بارکزی او کور ئې تر ډېره همدلته وو ، افغانانو ددې غټ توپ تر څنګ اوه سوه واړه توپونه چي زنبورک ، عندلیب ، چهاریاری ، شترنال پر اوښ وړونکی او .شاهین پر اوږه ورونکی ئی بلل ، لرل دغه توپ ۱۷۵۷ ع کال کي ؛ د وزير شاولي خان په مديرت د افغاني استادانو لخوا په داسي ډول جوړ سو چي اټکل له ټول افغانستان څخه ئې د ژړو / ميسو لوښي ټول او ويلي کړه ، ويل کېږي چي له دغو لوښو ئې دوه توپه جوړ کړه چي يو له هغو ئې [ زمزمه توپ باله ، چي خوله ئی [ ۱۰ ] اینچه ، میل ئې [ ۱۴ ] فوته ، اوږدوول ئې څلور اعشاريه اته .دېرش میتره ، لنډوول ئې څلرویشت اعشاریه دری سینتی میتر وو د هند له نيولو وروسته چي احمدشاه بابا بیرته کندهار ته تلی ، توپ ئی کندهار ته ځکه ستون نه کړ چي د وړلو وړ وسيله ئې نه وه ، نو ئې زمزمه توپ د هغه وخت د لاهور د والي خواجه عبدالله خان په حواله ورکړ . خو څه وخت وروسته د والي په وسلتون یو سیک سردار [ هري سنګ بهينګي يرغل وکړ او هند کي ئې تر ټولو لوی توپ زمزمه هم لاس ته ورغلی ، او وروسته ئې دا توپ ئې خپل یوه تابع کس ته ورکړ چي تر ۱۸۶۲ ع کاله توپ له ده سره وو ، او له دغه پيښي .وروسته دغه توپ د زمزمه تر څنګ په بهينګي توپ هم مشهور سو سیک تاريخ ليکي چي : ” مشهور ظالم سیک قومندان جمعدار خوشال سینګ ته چي زمزه توپ لاس ته ورغلی ، ملتان کي ئي د دښمنانو تر . ” دوه زره ډېري کلاوي / كورونه په ونړول تر ۱۸۱۸ ع کاله پوري زمزمه توپ لاس پر لاس ډیرو واکمنانو ته ولاړ ، خو آخر برتانویانو دا توپ په لاهور کي د ډيلي دروازې مخ ته د خلکو د نندارې لپاره کښېښود ، چي تر ۱۸۷۰ ع کال پوري هم ، کله چي هلته پروت وو . د انګلیس واکمن [ ډیوک آف ایډنبراجب برصغير ته په سيل راغلی نو دا توپ ئې د لاهور د ژوبن وزیر باغ ] مخ ته کښېښود ، چي ورسته په ۱۹۷۸ ع کال کي د لاهور د حکومت لخوا ترمیم او په لاهورکي د ژوبڼ ، جناح سالون او د پوهنتون په څلورلارو کي په جوړه .سوی تنګاچه کښېښود چی تر اوسه پروت دئ : د توپ پر خوله شعر داسي دئ با امر در دران شاه ولي خان وزیر ساخت توپ زمزمه عالمگیر له دغو اوو سوو توپونو څخه یو هم اوس افغانستان کی نسته او يواځې زمزمه په لاهور کې ده . د انګلستان نامتو شاعر [ کپلنګ زمزمی ته شعر ویلی او وروسته ئې د يو ناول [ کيم ] مرکزي کرکټر هم زمزمه کړ چي اروپا کي ئې ډېره مشهور کړ او اوس ئې د کیم توپ بولي  دافغانستان دولتونه که د افغاني اثارو د ټولولو اراده ولري په نړیوالو قوانينو کي ددې ډول اثارو د لېږد قانوني لاري چاري سته چي ټولول ئي د ناموس ساتل ګڼلی شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه