دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان څخه د نژدې ۳۰۰ افغان کډوالو هېواد ته ستانه شوي

پاکستان څخه د نژدې ۳۰۰ افغان کډوالو هېواد ته ستانه شوي

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د نژدې ۳۰۰ افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن سې شنبه مارچ اوومه ویلي چې د افغان کډوال دغه ۵۳ کورنۍ چې ۲۹۸ تنه پکې شامل دي تېره ورځ د چمن ـ سپین بولدک دروازې له لارې افغانستان ته را ستنې شوي دي.
طالب چارواکو ویلي چې هیواد ته راستنې شوې کورنۍ د مرستو تر لاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوال نړیوال سازمان (IOM) ته معرفي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تیر میلادي کال له ټولو هغو کسانو چې له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې اوسیږي، غوښتنه وکړه چې د دسمبر له وروستۍ نیټې وړاندې له دغه هېواد څخه ووځي او خبرداری یې ورکړ چې سرغړوونکي به په درې کاله بند محکوم شي.
د ملګرو ملتونو او کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، په پاکستان کې دا وخت نږدې ۱.۴ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي. اسلام آباد وايي، شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي او اکثره یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه