ویب ډیسک
د امریکا د دفاع وزیر پيت هګست ایران ته ګواښ کړی چې له حوثي جنګیالیو سره د مرستو پایلې به د امریکا له لوري وګوري.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه ایران ته د ګواښ په ترڅ کې لیکلي چې موږ مو د حوثیانو ملاتړ ګورو او پوهېږو چې تاسې څه کوئ.
حوثیان په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنه وسله واله ډله ده چې له څو اونیو راهیسې پرې امریکايي الوتکو سخت بمبارونه پيل کړي دي.
د امریکا د دفاع وزیر یاد ګواښ په داسې وخت کې کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې هم روانې دي.
پيت هګست لیکلي ایران ته لیکلي: «تاسې پوهېږئ چې د امریکا پوځ څومره ظرفیت لري، موږ تاسې ته خبر درکړی و، تاسې به زموږ په خوښه او ځای کې [د خپلو کارونو] پایله وګورئ.»
تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و چې ولسمشر ټرمپ د ایران پر اتومي تاسیساتو د اسرائیلو پلان شوی برید ځنډولی او ویلي یې دي چې هڅه کوي د خبرو له لارې د ایران اتومي پروګرام محدود کړي.
# #IRAN #US


